افغانستان

د بلخ ولایت د کوه البرز ولسوالۍ د ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند کمال ځدراڼ اعلان کړی چې د دغه ولایت د کوه البرز ولسوالۍ کې د نږدې ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پروګرام جوړونې رییس ډاکټر عبدالستار صحت ویلي، د دغه روغتون جوړېدل به د کوه البرز ولسوالۍ اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونو ته د لا ښه لاسرسي زمینه برابره کړي.

دغه روغتون به د پنځو جریبو ځمکې پر مساحت جوړ شي او اړینې روغتیايي څانګې او ضروري امکانات به ولري.

د پلان له مخې، د دغه روغتون د جوړولو چارې به په ۱۸ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي؛ د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د امارتي ادارو مسوولانو، علماوو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو هم ګډون کړی و.

#بلخ #کوه_البرز #روغتون #روغتیا #روغتیايي_خدمتونه #افغانستان

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button