په پاکستان کې د ترکمنستان سفارت اعلان کړی چې د ټاپي ګاز نللیکې د یوې مهمې برخې له بشپړېدو سره به افغانستان او له هغه وروسته پاکستان ته د ګاز د لېږد زمینه په ۲۰۲۷ کال کې برابره شي.
په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر، اتاجان مولاموف، ویلي چې تمه ده د ټاپي ګاز نللیکې د سرحدآباد–هرات برخې جوړول د روان کال تر پایه بشپړ شي.
د نوموړي په وینا، د ټاپي پروژې او د سیمې د انرژۍ د نورو پروژو پلي کېدل کولای شي د انرژۍ د دوامدارې برابرونې او د پاکستان د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره د نویو فرصتونو په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي.
د ټاپي ګاز نللیکه شاوخوا یو زر او ۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او داسې طرحه شوې چې هر کال د ترکمنستان د ګالکینیش له ګازمیدان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته تر ۳۳ میلیاردو متر مکعبه پورې ګاز ولېږدوي.
#افغانستان #ترکمنستان #پاکستان #ټاپي #ګاز #انرژي #ترانزیټ








