د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې څارنې لپاره د ۲۰ هېوادونو ائتلاف جوړ شو
د «ډي وېلت» ورځپاڼې په حواله، ۲۰ هېوادونو او اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې د پرمختللو مصنوعي ځیرکتیايي ماډلونو د څارنې د زیاتولو په موخه یوه اعلامیه تصویب کړې ده؛ په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې مصنوعي ځیرکتیا باید لا هم د انسانانو تر لارښوونې، څارنې او کنټرول لاندې پاتې شي.
دا نوښت د فنلنډ او ناروې په مشرۍ مطرح شوی او جرمني، کاناډا، اسټرالیا، سویلي افریقا، کینیا، متحده عربي اماراتو، سنګاپور او د اروپا یو شمېر هېوادونو یې ملاتړ کړی دی؛ خو امریکا او چین، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې دوه ستر ځواکونه دي، دغه اعلامیه نه ده لاسلیک کړې.
لاسلیک کوونکو هېوادونو خبرداری ورکړی چې د پرمختللو مصنوعي ځیرکتیايي ماډلونو چټک پرمختګ کولی شي د پام وړ امنیتي خطرونه رامنځته کړي؛ دوی د ګډو معیارونو د رامنځته کولو، د روڼتیا د زیاتولو او د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب اړوندو جدي پېښو په اړه د راپور ورکولو غوښتنه کړې ده.
په دې طرحه کې له مصنوعي ځیرکتیا شرکتونو څخه هم غوښتنه شوې چې د خوندیتوب روڼ پروتوکولونه، د نویو سیسټمونو له وړاندې کولو مخکې اجباري ازموینې او د وړ او مسلکي ارزیابانو له لوري خپلواکې ارزونې ترسره کړي؛ خو په دې اعلامیه کې د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ د درولو یا چټکتیا د کمولو غوښتنه نه ده شوې، بلکې تمرکز یې د خطرونو پر مدیریت دی.
د فنلنډ ولسمشر الکساندر ستوب د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د معیارونو د ټاکلو او د څارنې په موخه د یوه نړیوال بنسټ د جوړېدو له ارزونې ملاتړ کړی او د هغه جوړښت یې د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره پرتله کړی دی؛ نوموړي ټینګار کړی چې انسانان باید د دې ټکنالوژۍ کنټرول په خپل لاس کې وساتي.
#مصنوعي_ځیرکتیا #فنلنډ #جرمني #ملګري_ملتونه #د_مصنوعي_ځیرکتیا_څارنه #ټکنالوژي #ډیجیټل








