افغانستان
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۵ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، چې د شنبې په ورځ (۲۸ سنبله ۱۴۰۵) ۱۲۵ کورنۍ، چې ۵۹۵ کسان کېږي، د بېلابېلو لارو له لارې هېواد ته داخلې شوې او ثبت شوې دي.
له دې ډلې، ۵۰ کورنۍ په تورخم، ۱۴ کورنۍ په سپین بولدک، ۵۸ کورنۍ د نیمروز د پل ابریشم له لارې او درې کورنۍ په اسلامقلعه، هرات کې ثبت شوې دي.
په همدې ورځ، ۸۸ کورنۍ، چې ۴۵۴ کسان کېږي، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د لېږد کرایه لپاره ۴۴۱ زره او ۸۲۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
همدارنګه له ۹۸ کورنیو سره ۷۷۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او ۶۵ سیمکارتونه وېشل شوي دي. کډوالو ته د خوړو او روغتیايي خدمتونو ترڅنګ نورې اسانتیاوې هم برابرې شوې او سلګونه ناروغان درملنه شوي دي.








