نړۍ

د روسیې شپنیو بریدونو کې د لوېدیځې اوکراین زیربناوې او د اورګاډي پټلۍ په نښه شوې

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونو تېره شپه د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو د انرژۍ تأسیسات او لوژستیکي مرکزونه په نښه کړي دي؛ هغه مرکزونه چې د پوځي محمولو د لېږد او وېش لپاره ترې کار اخیستل کېده.

دغه وزارت همداراز ویلي چې د اودېسا ولایت د نوروبایسک په سیمه کې د «نووا پُشتا» شرکت یو لوژستیکي مرکز، او په اودېسا او نیکولایف سیمو کې د بندري او لوژستیکي زیربناوو د برېښنا رسونې سټېشنونه هم په نښه شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت زیاته کړې چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونو تېره شپه د روسیې په بېلابېلو سیمو کې ۳۸۹ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button