د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش، په یوه اعلامیه کې له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو د کار محدودیتونه لغوه کړي او د هغوی د بشپړې، برابرې او مانادارې ونډې اخیستنې حق تضمین کړي.
ګوټرش ویلي، ښځو ته د کار زمینه برابرول، څو ښځې او نجونو ته بشري مرستې او اړین خدمتونه ورسوي، د یوه اغېزمن او اصولي بشري غبرګون لپاره اړین دي.
هغه زیاته کړې چې دغه محدودیتونه د اقتصادي پراختیا، ثبات او نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د بېرته ورګرځېدو پر وړاندې جدي خنډ بلل کېږي.
اسلامي امارت تر اوسه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دغو څرګندونو په غبرګون کې کوم دریځ نه دی اعلان کړی.








