حامد کرزی: تر هغه چې نجونې ښوونځیو ته بېرته ستنې نه شي، د اسلامي امارت په اړه مثبته خبره نه لرم
د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزی، وایي تر هغه چې نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې وي، نه شي کولای د اسلامي امارت په اړه مثبته خبره وکړي.
کرزي له «فایننشل ټایمز» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د اسلامي امارت چارواکو څو ځله له هغه غوښتي چې د دوی د کړنو په اړه مثبتې خبرې وکړي، خو ده په ځواب کې ویلي چې تر هغه چې نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه وي ورکړل شوې، دی داسې کار نه شي کولای.
هغه ټینګار کړی چې د نجونو زدهکړه او په ټولنه کې د ښځو حضور د افغانستان د راتلونکي لپاره اړین دي او هېواد د سوداګرۍ، ښوونې او روزنې، طب، اقتصاد، انجینرۍ، قضاوت او رسنیو په برخو کې تحصیل کړو ښځو ته اړتیا لري.
کرزي زیاته کړې چې د نجونو له زدهکړې او د ښځو لپاره د کار د زمینې له برابرېدو پرته، افغانستان نه شي کولای په یوې «پویا او ژوندۍ» ټولنې بدل شي.
د افغانستان پخواني ولسمشر هم ویلي چې له سیاسي اختلافونو سره سره، اسلامي امارت او مخالفان یې دواړه افغانان دي او هېواد د جګړې د دوام پر ځای، جوړجاړي او ګډ ژوند ته اړتیا لري
کرزي د دې مرکې په بله برخه کې وویل چې واک ته د اسلامي امارت له بېرته راستنېدو وروسته، د هغه پر تګ راتګ او لیدنو محدودیتونه لګېدلي دي او له کوره د وتلو لپاره باید د اسلامي امارت چارواکي خبر کړي، او امنیتي ځواکونه هم ورسره ملګرتیا کوي.








