په یمن کې سختې نښتې؛ د سره سمندرګي په ساحلي سیمو کې د انصارالله غورځنګ په عملیاتو کې ۱۲۹ کسان وژل شوي
د یمن د انصارالله غورځنګ د ساحلي سیمو په پراخو عملیاتو کې د سعودي عربستان په ملاتړ د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا (PLC) د مورچلو پر ضد د اقدام او د ستراتیژیک بابالمندب تنګي پر لور د پرمختګ په موخه، د نښتو د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۹ تنو ته رسېدلی دی.
نښتې د پنجشنبې په ورځ د سره سمندرګي ته نږدې په ساحلي سیمو کې د انصارالله غورځنګ د ځمکنیو عملیاتو، راکټي بریدونو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو له پیل وروسته رامنځته شوې. انصارالله دغه اقدامات د فلسطین په ملاتړ او د سیمهییزو ګواښونو پر وړاندې د خپل دریځ په چوکاټ کې ترسره کوي.
پوځي سرچینو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د عملیاتو موخه د سعودي عربستان په ملاتړ د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا (PLC) له خوا د مخا بندر ته د تګ راتګ مسیر پرې کول او د بابالمندب تنګي ته نږدې سیمو ته پرمختګ دی؛ هغه سیمه چې د نړۍ له مهمو سمندري سوداګریزو لارو څخه ګڼل کېږي.
د پوځي سرچینو او سیمهییزو چارواکو په وینا، د انصارالله غورځنګ د سره سمندرګي او د تعز ښار ته نږدې د سعودي عربستان په ملاتړ د ځواکونو د مورچلو پر سر پرتې یو شمېر لوړې سیمې هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
د فرانسې خبري اژانس د راټولو شوو شمېرو پر بنسټ، په دغو نښتو کې د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا (PLC) ۶۶ غړي او لږ تر لږه د یمن د انصارالله غورځنګ ۶۲ غړي وژل شوي او یو ملکي وګړی هم شهید شوی دی.
د انصارالله غورځنګ د حدیدې بندري ښار کنټرول په لاس کې لري، خو د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې لا هم د دغه غورځنګ تر کنټرول لاندې نه دي؛ دغه غورځنګ هڅه کوي خپل نفوذ دې ستراتیژیک بندر ته پراخ کړي.







