نړۍ
لاوروف: ناټو باید د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته منحل شوې وای
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، ناټو باید د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، د وارسا تړون په څېر منحل شوې وای؛ خو دې سازمان خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، لاوروف ویلي چې ناټو په لومړیو کې «د افغانستان پېښې» د خپل پوځي جوړښت د ساتلو لپاره پلمه وګرځوله.
نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې د ناټو حضور په «ناورینبار» ډول پای ته ورسېد او دغه تړون له افغانستان څخه تر وتلو وروسته د «شوروي ګواښ» پر ځای د «روسیې ګواښ» مطرح کړ.








