د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې عمومي رییس رافیل ګروسي اعلان کړی چې د دې ادارې پلټونکو په سوریه کې څو ټنه اټومي مواد کشف کړي دي.
د ګروسي په وینا، دا مواد په هغه ځای کې موندل شوي چې د سوریې چارواکو تیره میاشت سازمان ته راپور ورکړی و.
د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې عمومي رییس ټینګار کړی چې دا مواد به د نړیوالو محافظتونو لاندې وساتل شي.
ګروسي وویل چې د دې موادو حجم څو ټنه دی او که چیرې ناوړه ګټه واخیستل شي نو اندیښنې یې رامینځته کولی شي.
#سوریه #نړیوال اټومي انرژي اداره #نوي مواد #رافیل ګروسي #سفیر تلویزیون








