د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي دي چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د تفاهم لیک متن کې د “مقاومت جبهه” مسله شامله ده او د هغه په وینا، ډونالډ ټرمپ د لاسلیک کولو سره دا جبهه په رسمیت پیژندلې ده.
قالیباف د یو شمیر کلتوري اشرافو سره په یوه غونډه کې وویل چې د لومړي ۱۵ مادو متن کې، متحده ایالاتو غوښتنه کړې وه چې ایران خپل توغندیز او اټومي پروګرامونه، د مقاومت جبهه او د هرمز تنګي مسله پریږدي.
هغه دا هم وویل چې د لبنان په داحیه سیمه کې د برید وروسته، خبرې اترې وځنډولې او خبرداری یې ورکړ چې که بریدونه دوام ومومي، نو پوځي ځواب به ورکړل شي.
د ایران د پارلمان رییس زیاته کړه چې د ټرمپ د بندیز او هرمز تنګي د یو ځای پرانیستلو په اړه د څرګندونو وروسته، تهران غبرګون وښود او د هغه په وینا، ټرمپ اړ شو چې خپلې څرګندونې سمې کړي.
#ایران #باقر_غالیباف #ټرمپ #لبنان #مقاومت_جبهه #سفیر_ټلویزیون
د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/34995?single








