سیمهنړۍ

د ایران د مجلس یوه غړي له امریکا سره په جګړه کې ځینې منځګړي پر جانبدارۍ تورن کړل

د ایران د مجلس د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي، ابراهیم رضایي، د ایران د جګړې په تړاو د ځینو منځګړو پر کړنو نیوکه کړې او هغوی یې د امریکا په پلوي تورن کړي دي.

رضایي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، هغه منځګړی چې په دوامداره توګه د ایران پر ضد دریځ نیسي، دغه هېواد د ۴۰ ورځنۍ جګړې مسوول بولي او د ایران د شتمنیو په کنګل کېدو کې رول لري، رښتینی منځګړی نه شي کېدای.

هغه زیاته کړې، دغه ډول منځګړي د هغه څه برخه دي چې ده «د ایرانیانو پر ضد اقتصادي غوسه» بللې ده. د رضایي په وینا، دوی هغه مهال اقدام کوي چې پر امریکا فشارونه زیات شي. نوموړي دغه چلند د «دښمن د ګډې جګړې د ماشین» یوه برخه بللې ده.

رضایي د کوم هېواد نوم په مستقیم ډول نه دی یاد کړی؛ خو د ایران او امریکا ترمنځ د سولې خبرې د روان کال په اپرېل میاشت کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره شوې وې. ټاکل شوې ده چې د پاکستان د پوځ قوماندان، عاصم منیر، نن د سې‌شنبې په ورځ ایران ته سفر وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button