افغانستان
سوداګر په پنجشیر صنعتي پروژو کې ۱۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي
د پنجشیر ولایتي رسنیو دفتر وايي چې یو شمیر سوداګرو په دې ولایت کې د څښاک اوبو، سیرم او غیر الکولي مشروباتو د تولید فابریکو د جوړولو لپاره د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پیل کړې دي.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د تفریحي پارکونو په جوړولو کې پنځه میلیونه افغانۍ هم پانګونه شوې ده.
د پنجشیر والي محمد آغا حکیم له سوداګرو سره په یوه غونډه کې د خصوصي سکتور لپاره د سیمه ییزې ادارې په ملاتړ ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې په ولایت کې د پانګونې لپاره له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
#پنجشیر #پانګه اچونه #خصوصي سکتور #اقتصاد #افغانستان #سفیر تلویزیون








