افغانستان
د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د اعصابو ۳۸۹ پیچلي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول
د ننګرهار د حوزوي روغتون مسوولین وايي، په دغه روغتیايي مرکز کې د عصبي جراحۍ ۳۸۹ پیچلي عملیات په بریالیتوب ترسره شوي دي.
د دوى په وينا، پخوا به دغه ناروغان د دا ډول جراحي عملياتو لپاره پاکستان او يا نورو هېوادونو ته تلل، خو اوس دغه تخصصي خدمات په افغانستان کې دننه ورکول کېږي.
#ننګرهار #روغتیا #عصبي_جراحي #افغانستان #طبي_خدمات








