د اسلامي امارت قونسل جنرال د خراسان رضوي له والي سره وکتل؛ د اقتصادي او قونسلګرۍ همکارۍ پر پراختیا ټینګار
ایراني رسنیو راپور ورکړ چې په مشهد کې د افغانستان د اسلامي امارت قونسل جنرال نور محمد متوکل د خراسان رضوي له والي غلام حسین مظفري سره وکتل او د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټکسي ترافیک، قونسلګرۍ همکارۍ او په ایران کې د افغان بندیانو وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې، متوکل د هرات او تایباد ترمنځ د مسافر وړونکو ټکسي عملیاتو د بیا پیل غوښتنه وکړه او له ایراني چارواکو یې وغوښتل چې له ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د لیږد اسانتیاوې برابرې کړي.
د خراسان والي د افغانستان او ایران ترمنځ د کلتوري او اقتصادي مشترکاتو ته په اشارې سره د اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو پر پراخو ظرفیتونو هم ټینګار وکړ.
هغه د کابل او تهران ترمنځ د همکارۍ لپاره ګډه پانګونه یو له لومړیتوبونو څخه وګڼله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.








