د هیواد د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مسکو کې په نړیوال امنیتي کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي په بې طرفۍ، توازن او متقابل درناوي ولاړه ده.
د اسلامي امارت د دفاع وزیر په خپله وینا کې وویل چې امنیت او اقتصاد سره تړلي دي او اقتصادي، سوداګریز او سیمه ییز اتصال کولی شي په سیمه کې د دوامداره ثبات لپاره لاره هواره کړي.
هغه دا هم زیاته کړه چې اسلامي امارت د ټولو هغو نوښتونو ملاتړ کوي چې د سیمې هیوادونه سره نږدې کوي او د ملتونو ترمنځ ګډې ګټې رامینځته کوي.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/32489








