سیمهنړۍ

ټرمپ: له ایران سره وروستۍ موافقه به ډېر ژر اعلان شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې له ایران سره موافقه “تقریبا وروستۍ” ده او د هغې وروستي پړاوونه بیاکتنه کیږي.

د پاکستان په منځګړیتوب شویو خبرو اترو ته په اشارې سره، ټرمپ وویل چې د متحده ایالاتو، ایران او څو نورو هیوادونو ترمنځ یوه موافقه په لویه کچه شوې او د هغې وروستۍ جزئیات به ډېر ژر اعلان شي.

هغه دا هم ادعا وکړه چې د دې موافقې له مخې، د هرمز تنګی به خلاص پاتې شي او هغه د ایران په اړه د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، پاکستان، ترکیې، مصر، اردن او بحرین له چارواکو سره ښې خبرې اترې کړې دي.

په ورته وخت کې، اکسیوس ویب پاڼې د یوې سیمه ییزې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې عربي او مسلمان مشرانو له ټرمپ څخه غوښتي چې دا موافقه ومني او په سیمه کې جګړه پای ته ورسوي.

سرچینې زیاته کړه چې خبرې اترې ښې روانې دي او منځګړي هیله لري چې ژر تر ژره د موافقې لومړنی چوکاټ نهایی او اعلان کړي.

نیویارک ټایمز هم د دریو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړ چې په نوې موافقه کې به په ټولو جبهو کې د دښمنیو بندول شامل وي.

د راپور له مخې، د ایران د اټومي موضوع مسله به وروسته مرحلې ته وځنډول شي او دا تړون کولی شي د ایران په بهر کې د کنګل شویو ۲۵ ملیارد ډالرو شتمنیو خوشې کولو لامل شي.

نیویارک ټایمز زیاته کړه چې پاکستان او قطر د تړون د مسودې په چمتو کولو او اسانتیا کې د منځګړیتوب رول لوبولی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button