افغانستان

د کورنیو چارو وزارت: په کابل کې د سړي تښتوونکو د یوې ډلې دوه مشران ووژل شول

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې په کابل کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د کریم الله او احمدي په نوم د سړي تښتوونکو د یوې ډلې دوه مشهور مشران ووژل شول.

د وزارت په وینا، په دې عملیاتو کې د دې ډلې پنځه نور غړي هم نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړه چې د کابل د پنځلسمې حوزې امنیتي ځواکونو دا عملیات د کابل ښار د ۱۷مې حوزې په شاوخوا کې ترسره کړل.

د دې عملیاتو په پایله کې، د حاجي سید اشرف په نوم یو تښتول شوی وګړی هم د تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.

د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/32078

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button