سیمهنړۍ

نیویارک ټایمز: ایران د خپلو ډیری توغندیو تاسیساتو ته عملیاتي لاسرسی لري

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د استخباراتو او امنیتي ادارو د راپور په حواله لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ د ادعاوو برعکس، ایران لاهم د خپلو توغندیو د ځایونو یوې لویې برخې ته عملیاتي لاسرسی لري.

د راپور له مخې، د ایران د توغندیو شاوخوا ۹۰ سلنه تاسیسات لاهم فعال دي او تهران توانیدلی چې د هرمز تنګي په اوږدو کې د خپلو ۳۳ توغندیو ځایونو څخه ۳۰ ته عملیاتي لاسرسی بیرته راولي.

په راپور کې ویل شوي چې دا ځایونه کولی شي د هرمز تنګي څخه تیریدونکي امریکایي جنګي کښتیو او د تیلو ټانکرونو ته ګواښ وي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button