افغانستان

د ۲۱۵ عزم قول اردو غړو د دریو موټرو د قاچاق مخه ونیوله چې بشري درمل یې لیږدول

د ۲۱۵ عزم قول اردو د اوومې محمدي سرحدي لوا د اوومې سرحدي کنډک غړو د هلمند ولایت د بهرامچه ولسوالۍ په رباط سیمه کې د بشري درملو لیږدولو درې موټرونه ونیول.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا موټرونه په غیرقانوني ډول هیواد ته د درملو واردولو لپاره وو.

ویل کیږي چې نیول شوي درمل د اړوند لوا د مشرتابه په لارښوونه وسوځول شول.

چارواکو زیاته کړه چې د ۲۱۵ عزم قول اردو غړو پخوا د خیالي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د مختلفو ډولونو خوراکي او غیر خوراکي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button