ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ چین ته سفر وکړي
ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ چین ته سفر وکړي او د ایران، دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو او نورو مهمو نړیوالو مسلو په اړه له ولسمشر شي جین پینګ سره خبرې وکړي.
د الجزیرې په وینا، د سپینې ماڼۍ مرستیالې ویاندې انا کیلي وویل چې د دواړو مشرانو رسمي هرکلی مراسم او غونډه به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي او سفر به د جمعې په ورځ پای ته ورسیږي.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې دا سفر به “لوی سمبولیک اهمیت” ولري او د چین سره د اړیکو په توازن او په اقتصادي اړیکو کې د عدالت او متقابل عمل ډاډمن کولو باندې به تمرکز وکړي.
راپورونه ښیي چې ټرمپ ممکن د دې سفر په جریان کې پر چین فشار راوړي چې د ایران د تیلو پیرود او تهران ته د دوه ګوني استعمال توکو صادرات کم کړي.
دا سفر په داسې حال کې کیږي چې په سیمه کې کړکیچونو د ایران په وړاندې د امریکا او اسراییلو د جګړې او د تهران لخوا د هرمز تنګي تړلو وروسته په نړیوال اقتصاد او انرژۍ بازارونو اغیزه کړې ده.
یو شمیر لوی امریکایی شرکتونه، پشمول د بوینګ الوتکو جوړونکي او ځینې کرنیزې شرکتونه، به هم پدې سفر کې له ټرمپ سره ملګري وي.








