د ترکي شرکتونو “ایپیکول انرجي” او “پیرو انرجي” چارواکو د افغانستان بریښنا شرکت اجرایوي رییس ملا عبدالحق همکار سره په یوه غونډه کې په افغانستان کې د بریښنا توربینونو، ټرانسفارمرونو او سمارټ میټرونو په تولید کې د پانګونې لپاره خپله لیوالتیا اعلان کړه.
د افغانستان بریښنا شرکت اجرایوي رییس د دې اقدام هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې په هیواد کې د بریښنا تولید او بریښنایی تجهیزاتو سکتور کې د پانګونې لپاره اړین شرایط او اسانتیاوې چمتو شوي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د دې شرکتونو د چارواکو او د افغانستان بریښنا شرکت د پانګونې همغږۍ څانګې ترمنځ د پانګونې میتود او موجوده اړتیاو په اړه د بحث لپاره یوه ګډه غونډه جوړه شي.
د افغانستان بریښنا شرکت وايي چې په تیرو پنځو کلونو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لخوا د انرژۍ سکتور کې د پام وړ پانګونه راجلب شوې ده.








