سیمه
په ګوادر کې د وسله والو په برید کې د پاکستان دوه ساحل ساتونکي ووژل شول
په پاکستان کې سیمه ییزو سرچینو اعلان وکړ چې وسله والو پرون د بلوچستان ایالت په ګوادر ولسوالۍ کې د هیواد د ساحل ساتونکو ځواکونو باندې برید وکړ.
د راپورونو له مخې، په برید کې د پاکستان د ساحل ساتونکو دوه سرتیري ووژل شول.
ویل کیږي چې د پیښې وروسته عکسونه هم ثبت شوي چې پکې د ساحل ساتونکو جسدونه د پیښې په ځای کې لیدل کیدی شي.
د بریدګرو د هویت یا د برید د انګېزې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/31911








