د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشر سید کریم هاشمي په مشرۍ د افغان سوداګرو یو لوړ پوړی پلاوی د چین په رسمي بلنه چین ته سفر کړی دی.
د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرول او د ګډو پانګونو راجلبول دي.
تمه کیږي چې دا سفر به اقتصادي همکارۍ پیاوړې کړي او د افغانستان خصوصي سکتور لپاره به نوي فرصتونه رامینځته کړي.








