افغانستاننړۍ

اروپايي ټولنه احتمال لري چې د اسلامي امارت پلاوی اروپا ته راوبلي

د فرانسې ۲۴ تلویزیون راپور ورکړی چې اروپايي ټولنه احتمال لري چې د روان دوبي څخه مخکې د اسلامي امارت پلاوی اروپا ته راوبلي.

راپور د یوې ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله ویلي چې د اسلامي امارت “تخنیکي” پلاوی به د اروپايي چارواکو سره د هغو افغانانو د بیرته راستنیدو په اړه خبرې وکړي چې په اروپا کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي دي.

راپور زیاته کړې چې اروپايي چارواکي به د پلاوي سره کابل ته د کډوالو د بیرته راستنیدو، د کابل نړیوال هوایی ډګر ظرفیت او د دوی له راستنیدو وروسته د دغو کډوالو د راتلونکي په اړه هم خبرې وکړي.

له شلو څخه ډیر اروپايي هیوادونه د هغو افغان کډوالو د بیرته ایستلو غوښتنه کوي چې په جرمونو تورن دي یا د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button