
ټرینډ نیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې په ایران کې د اذربایجان جمهوریت سفارت خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.
د اذربایجان د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې سفارت به په پیل کې د سفیر په ګډون د محدود شمیر ډیپلوماټیکو او اداري کارمندانو سره کار وکړي.
د امنیتي او سازماني مسلو په پام کې نیولو سره، پلان شوی چې د سفارت فعالیتونه په مرحلو کې تنظیم شي.
د یادونې وړ ده چې د اذربایجان د سفارت د فعالیتونو بیا پیل د ایران په خاوره د پوځي یرغل له پای ته رسیدو او د تهران او واشنګټن ترمنځ د دوه اونیو اوربند له اعلان وروسته سمدلاسه ترسره کیږي.






