سیمه

د لبنان په سويل باندې د اسراییلو نوی یرغل؛ په یوه ورځ کې ۹ بریدونه

لبناني سرچینو راپور ورکړی چې د اسراییلو جنګي الوتکو او توپخانې د جمعې په ورځ (۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴) لږترلږه ۹ ځله د لبنان په سويل کې مختلفې سیمې په نښه کړې.

د راپورونو له مخې، د ریحان په لوړو سیمو ۳ ځله، د طبنا په سیمه ۳ ځله، د حمین په سیمه ۱ ځل او د میس په سیمه (د انصار او الزراریه ترمنځ) ۲ ځله بریدونه شوي دي.

خپاره شوي انځورونه د لبنان د جنوب له مختلفو برخو څخه د لوګي غټ ستنې ښیې.

تر اوسه پورې، د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی، مګر دا بریدونه د ملګرو ملتونو د ۱۷۰۱ پریکړه لیک ښکاره سرغړونه ده.

د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/27389?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button