نړۍ

په لوېدیځ کینیا کې د سختو بارانونو او ځمک ښویېدو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي

د لوېدیځ کینیا د ایلجیو-ماراکوټ کاونټي په چیسونګچ غرنۍ سیمه کې د سختو بارانونو او ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي، ۲۵ ټپیان شوي او له ۱۰۰۰ څخه زیات کورونه ویجاړ شوي دي.

الجزیره راپور ورکړی چې دا پیښه د لنډ کلني باراني موسم په جریان کې رامنځته شوې، چې په سیمه کې سخت بارانونه راوړي.

د کینیا د کورنیو چارو وزیر کیپچومبا مورکومین وویل چې د امنیتي ځواکونو لخوا د ژوندي پاتې شویو کسانو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

هغه زیاته کړه چې د ۲۱ کسانو مړینه تایید شوې او ۲۵ نور ټپیان شوي، پداسې حال کې چې ۳۰ کسان لا هم ورک دي.

ځایی چارواکو خبرداری ورکړی چې د بارانونو د دوام سره د مړو او زیانونو شمېر لوړیدای شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button