سیمهنړۍ

په تېر کال کې اسراییلو ته د امریکا پوځي مرسته ۴.۲ ملیارد ډالرو ته ورسېده

د امریکا د نړیوالې پالیسۍ د مرکز، چې په امریکا کې میشته یوه فکري اداره ده، د نوي راپور له مخې، متحده ایالاتو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د اسراییلو رژیم ته شاوخوا ۴.۲ ملیارد ډالر وسلې لیږلي دي.

په دې مرسته کې د توپخانې مرمۍ، دقیق لارښود بمونه او ۲۰۰۰ پونډه بمونه شامل وو، چې په غزه او سیمه کې د اسراییلو په پوځي عملیاتو کې کارول شوي وو.

دا راپور په داسې حال کې خپور شو چې متحده ایالات د اسراییلو رژیم د وسلو ترټولو لوی تمویل کونکی پاتې شوی او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې یې د سلګونو الوتنو او سمندري بار وړلو له لارې تل ابیب ته په ملیاردونو ډالر پوځي تجهیزات لیږلي دي.

دا مرسته د پراخو نړیوالو نیوکو سره مخ شوې ده، په ځانګړې توګه د غزې په ملکي وګړو په مرګوني بریدونو کې د دې وسلو کارولو له امله، چې د لسګونو زرو څخه زیاتو فلسطینیانو د شهادت لامل شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button