افغانستانویډیويي راپور
په مزارشريف کې تر سلو زيات ډوله ګلان د ګلانو په بازارونو کرل او پلورل کېږي
د پسرلي په راتګ سره په مزارشريف ښار کې د ګلانو د پلور بازار ښه شوی، د دغه ښار ګل پلورونکي وايي: دوی هره ورځ په سلګونو ډوله ګلان مينه والو او پېرېدونکو ته وړاندې کوي او له دې لارې ښه عايد ترلاسه کوي.
د مزارشريف په پل تصدی کې يوگل پلورونکی محمد صادق وايي، چې په خپل شنه خونه کې بېلابېل ډوله ګلان کري او هره ورځ تر دوو سوو ګلانو پلوري.
د دهدادي ولسوالی يو بل ګل پلورونکی وايي: د مزارشريف ښار اوسېدونکي زياتره د مرسل گلونه، يخک گلان، دنعنا او پتونی گلان خوښوي.