په انډیانا او کینټکي کې سختو بارانونو د امریکا د انډیانا او کینټکي ایالتونو په ځینو برخو کې سیلابونه رامینځته کړي دي
د سختو او دوامداره بارانونو له امله د امریکا د انډیانا او کینټکي ایالتونو په ځینو برخو کې سیلابونه راغلي دي، چې په ملیونونو خلک یې د سیلاب له خطر سره مخ کړي دي.
د امریکا د ملي هوا پېژندنې ادارې د خبرداریو له مخې، په منځني لویدیځ کې شاوخوا ۳۶ ملیونه خلک د سیلاب له خطر سره مخ دي.
د کینټکي، الینوای، انډیانا، آیوا او ټینیسي ایالتونو د هوا پېژندنې ادارو د دوامداره درنو بارانونو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ځینې سیمې ممکن له څلورو انچو څخه ډیر باران ولري.
د کینټکي په ځینو برخو او د انډیانا په څو سیمو کې سیلابونه دوام لري، او د هوا پېژندنې چارواکو په یو شمیر ولسوالیو کې د سیلابونو د دوامداره خطر راپور ورکړی دی.
#امریکا #سیلاب #انډیانا #کینټکي #طبیعي ناورینونه #سفیر تلویزیون
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/34952








