افغانستان
د دفاع وزارت چورلکه په بدخشان کې زیانمنه شوه؛ مرګ ژوبله نه ده شوې
د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د پنجشنبې په ورځ په بدخشان ولایت کې د ناستې پر مهال د برېښنا ستنې سره د ټکر له امله د وزارت یوه چورلکه زیانمنه شوه.
وزارت ویلي چې په دې پېښه کې څوک نه دي ټپیان شوي او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.
#بدخشان #افغانستان #د دفاع وزارت #هلیکوپټر #حادثې #سفیر تلویزیون








