سیمهنړۍ

د عراق حکومت یوه ورځ عمومی ماتم اعلان کړ

د عراق حکومت د ایران خلکو او د دغه هېواد د انقلاب رهبر د تسلیت د رسمی پیغام له لېږلو وروسته د چورلکو د غورځېدو په پېښه کی د ایت الله سید ابراهیم رئیسی او ورسره مل پلاوي د شهادت په مناسبت د یوې ورځې عمومی ماتم اعلان کړ.

د ایت الله رئیسی او د هغه د ملګرو چورلکه د غویی په ۳۰ مه نیټه د «قیز قلعه سی» بند له پرانیستلو وروسته د بدو هوا په شرایطو کی تبریز ته د ستنیدو په لاره کی په پیښه برابره شوه.

په دې چورلکه کې پر ولسمشر سربېره د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د تبریز د جمعی امام سید محمد علي الهاشم او د ختیځ اذربایجان والي ملک رحمتی او د الوتکې د ساتونکو یوه ډله هم وو

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button