څېړونکي: سترګې د بدن د زړښت د چټکتیا نښې ښودلی شي
د سویلي کوریا د سئول ملي پوهنتون څېړونکو په یوه څېړنه کې ویلي، چې د سترګې د شا برخې او شبکیې معاینه کولی شي د انسان د بیولوژیکي عمر د اټکل لپاره یوه چټکه او غیرتهاجمي لاره وي. دا طریقه د «شبکیې د عمر د واټن» ټکنالوژۍ او د سترګو د انځورونو د تحلیل له لارې د تقویمي عمر او بیولوژیکي عمر ترمنځ احتمالي توپیر ارزوي.
څېړونکو د خپل ماډل د روزنې لپاره د شبکیې شاوخوا ۳۰ زره سکینونه کارولي دي؛ د دې څېړنې موندنې ښيي چې د شبکیې د عمر د واټن زیاتوالی له ځینو روغتیايي عواملو، لکه شکر ناروغۍ او سګرټ څکولو سره تړاو لري.
د راپور شویو پایلو له مخې، د شکر ناروغۍ لرونکو کسانو کې د شبکیې د عمر واټن شاوخوا ۲.۵۲ کاله او په سګرټ څکوونکو کسانو کې شاوخوا ۰.۵ کاله زیات و.
بیولوژیکي عمر د تقویمي عمر پر خلاف، د بدن د زړښت او بدلونونو کچه هم په پام کې نیسي او د جنیټیک، چاپېریال او د ژوند د سبک په څېر عواملو تر اغېز لاندې راتللی شي؛ څېړونکي وايي، د شبکیې معاینه ښايي په راتلونکې کې د روغتیا اړوندو ځینو بدلونونو په پېژندلو کې مرسته وکړي.








