افغانستاننړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان د وروستیو سیلابونو وروسته د افغانستان د روغتیا سیسټم په پیاوړتیا ټینګار کوي

په ختیځ افغانستان کې وروستیو سیلابونو ته په اشارې سره، د ختیځ مدیترانې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ایز رییس، حنان بلخي وویل چې دې غونډې یو ځل بیا د بحرانونو ته د ځواب ویلو او د ژوند ژغورنې خدماتو چمتو کولو لپاره د یو انعطاف منونکي روغتیا سیسټم جوړولو اهمیت روښانه کړ.

هغې په افغانستان کې د سازمان د دفتر د کارمندانو سره د “اغیزو ډیالوګ” غونډې د ترسره کولو اعلان هم وکړ، او ویې ویل چې د غونډې موخه د ساحوي تجربو د دوامداره پایلو او لاسته راوړنو بدلولو لپاره د لارو چارو لټول وو.

د پولیو د له منځه وړلو په امکان ټینګار سره، میرمن بلخي د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د لومړني روغتیا پاملرنې کې پانګونه، د روغتیایی کارمندانو ملاتړ، د اړینو درملو چمتو کول او دوامداره مالي سرچینو چمتو کول د شرایطو په توګه وګڼل.

#افغانستان #WHO #سیلابونه #روغتیا سیسټم #ګوزڼ #روغتیا

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button