افغانستان
په تخار کې د سرو زرو کانونو د استخراج لپاره د ۸۹ ملیون ډالرو قرارداد لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ د شولدرې او وارچي سیمو د رسوبي سرو زرو کانونو د استخراج لپاره یې د یو خصوصي شرکت سره د ۸۹ ملیون او ۶۴ زره ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړ.
د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د دې دوو کانونو د هر یو قرارداد ارزښت ۴۴ ملیون او ۵۳۲ زره ډالر دی، او دا قراردادونه د اسلامي امارت په ګټه د ۴۰ سلنه امتیاز نرخ سره د لسو کلونو لپاره لاسلیک شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړه چې د دې پروژو پلي کول به شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول او ۴۰۰۰ نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار فرصتونه برابر کړي.
#تخار #کانونه #سره زر #افغانستان #پانګه اچونه #کارموندنه








