افغانستان

په هلمند ولایت کې د قبرونو کیندلو پر مهال درې تاریخي لوحې کشف شوې

د هلمند ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې د ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د قلعه بست سیمې په هدیره کې د قبرونو کیندلو پر مهال درې تاریخي لوحې کشف شوې دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي شیر محمد وحدت وویل چې دا تاریخي اثار د ځایی اوسیدونکو لخوا د قبرونو کیندلو پر مهال موندل شوي او په اندازې کې توپیر لري.

هغه زیاته کړه چې دا تاریخي اثار د تاریخي ځایونو د ساتنې لپاره د ۰۱۲ واحد امنیتي چارواکو ته سپارل شوي دي ترڅو د هغوی د ساتنې او معاینې لپاره اړین اقدامات ترسره شي.

#هلمند #لښکرګاه #تاریخي_لرغونپوهنه #افغانستان #کلتور #لرغونپوهنه

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button