سیمه
د پاکستان په کوټه ښار کې ځانمرګی برید؛ ۸ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول
پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د مرکز کوټه ریل سټیشن ته نږدې په یوه ځانمرګی برید او یوې زورورې چاودنې کې لږ تر لږه ۸ کسان ووژل شول او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شول.
چاودنه د امنیتي مرکز ته نږدې وشوه او غږ یې د کوټې مختلفې برخې ولړزولې.
روغتیايي سرچینو وویل چې د ۸ قربانیانو جسدونه د پیښې له ځای څخه ایستل شوي او ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، په پیښه کې شاوخوا ۱۰ موټرونه هم ویجاړ شوي او سیمه ییز حکومت د کوټې په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
تر اوسه پورې هیڅ کس یا ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/32361








