افغانستاننړۍ

ریچارډ بینټ په کابل کې د امید روغتون باندې د برید په اړه د خپلواکو تحقیقاتو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان لپاره ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بینټ ویلي چې په کابل کې د امید روږدي درملنې روغتون باندې برید بشپړ او خپلواک تحقیقاتو ته اړتیا لري.

د مارچ د ۱۶ نیټې برید ته په اشارې سره، چې یوناما وویل چې له ۲۶۹ څخه ډیر ملکي وګړي پکې ووژل شول، هغه ټینګار وکړ چې په ملکي وګړو یا ملکي تاسیساتو باندې قصدي بریدونه ممکن جنګي جرمونه وي.

ښاغلي بینټ همدارنګه له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې په داسې روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو خوندیتوب ډاډمن کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button