سیمهنړۍ

په هرمز تنګي کې کړکېچ دوام لري؛ د امریکا او ایران ترمنځ متقابل ادعاوې

د امریکا مرکزي قوماندې (سینټکام) اعلان کړی چې د ایران بریدونه یې شنډ کړي او په ځواب کې یې دفاعي بریدونه پیل کړي دي.

سینټکام ادعا کړې چې بریدونه هغه وخت وشول کله چې د امریکا لارښود توغندي ویجاړونکي کښتۍ د هرمز تنګي څخه د عمان سمندر ته تېرېدې.

برعکس، د ایران د انقلابي ګارډ سمندري ځواکونو اعلان کړی چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، په وروستیو نښتو کې امریکایي ځواکونو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

سپاه پاسداران انقلاب زیاته کړه چې د امریکا پورې تړلې درې کښتۍ په چټکۍ سره د هرمز تنګي سیمې څخه وتلي دي.

په ورته وخت کې، د تسنیم خبري اژانس د یوې پوځي سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د عمان په سمندر کې د امریکا د ویجاړونکو کښتیو پر وړاندې د ایران سمندري بریدونه دوام لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button