د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره په تلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو، په سعودي عربستان کې د میشتو افغانانو لپاره د اسانتیاوو او سیمه ییزو مسلو په اړه خبرې وکړې.
په سعودي عربستان کې د میشتو افغانانو لپاره د “معلوماتو لیږد” برخه کې د رامینځته شویو اسانتیاوو ستاینه وکړه، متقي د افغان ډیپلوماتیک ماموریت د بشري ظرفیت په ښه والي ټینګار وکړ.
فیصل بن فرحان د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو په پراختیا هم ټینګار وکړ او د ډیپلوماتیک ماموریتونو د ظرفیت د ښه والي هرکلی یې وکړ.
هغه سیمه ییز ثبات هم مهم وګاڼه او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د کړکیچونو په حل ټینګار وکړ.








