ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ځینو لومړنیو اعلانونو برخلاف، د پاکستان په اسلام آباد کې د ایران او امریکا خبرې اترې به نن ماسپښین پیل شي.
داسې ښکاري چې د دواړو خواوو پلاوي به لومړی د اصلي خبرو اترو له پیل څخه مخکې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په جلا توګه وګوري.
د ایران د مذاکراتو ټیم تیره شپه د پاکستان د پوځ له مشر سره ولیدل.
ټاکل شوې ده چې ایراني پلاوی هم نن ماسپښین له شهباز شریف سره وویني.








