پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره به د افغانستان او پاکستان ګډه جرګه د چهارشنبې په ورځ، د مارچ په ۳۱مه په پېښور کې جوړه شي.
ارباب شهزاد خان، چې د خیبر پښتونخوا یو پخوانی لوړ پوړی چارواکی دی، اعلان وکړ چې په جرګه کې به سیاسي مشران، قومي مشران، دیني عالمان، د مدني ټولنې غړي، سوداګر او د رسنیو استازي ګډون وکړي.
د جرګې موخه دا ده چې دواړه خواوې وهڅوي چې کړکېچ کم کړي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوله رامنځته کړي.








