افغانستانسپورت

د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې به په پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې سره مخامخ شي

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات رسنیو ته تایید کړه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روان کال په اګست میاشت کې د ایرلینډ د ملي لوبډلې پر وړاندې په پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې سیالي وکړي.

دا لړۍ به د ایرلینډ په کوربه توب ترسره شي او د اګست په پنځمه نیټه به پیل شي او د اګست تر ۱۴مې پورې به دوام وکړي.

مخکې له دې، د “کریکټ معلومات” معتبرې ویب پاڼې هم د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې پنځه لوبو لړۍ پلان اعلان کړی و.

دا ټورنمنټ د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره یو مهم فرصت ګڼل کیږي چې سږکال د لویو نړیوالو سیالیو څخه مخکې نور چمتووالی ونیسي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button