نن، سې شنبه (د دسمبر ۱۰، ۲۰۲۵)، د بشري حقونو نړیواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې په ۱۹۴۸ کال کې په پاریس کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې “د بشري حقونو نړیواله اعلامیه” تصویب کړه او په ټوله نړۍ کې د ټولو انسانانو د وقار او حقونو د ساتنې لپاره یې د یو اساسي سند په توګه معرفي کړه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د دې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړه: د افغانستان اسلامي امارت باید د خپلو نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو په تعلیم، کار او ټولنیز شتون باندې لګول شوي سخت محدودیتونه لرې کړي.
یوناما ټینګار وکړ چې د اساسي حقونو څخه د افغان ټولنې د نیمایي برخې سیستماتیک محرومیت د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له اصولو سره په بشپړ ډول په ټکر کې دی او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې د نړیوالو معیارونو ته د نږدې کیدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.








