
افغانستان
په کابل کې له ۱۷۰۰۰ څخه زیات مخدره توکي کشف شول؛ یو کس ونیول شو
د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کابل ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل ښار کې له ۱۷۰۰۰ څخه زیات مخدره توکي کشف او ضبط کړي دي.
وزارت نن په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د پلټنې عملیاتو په جریان کې، د کابل ښار له اوومې ناحیې څخه ۱۷۲۵۰ مخدره توکي ترلاسه شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.







