د ایران، جرمني، فرانسې، بریتانیا او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کلاز ترمنځ ګډه غونډه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۸۰مې غونډې په څنډه کې پیل شوه.
د خبرو اترو موخه د ایران د اټومي پروګرام او د عمل د ګډ جامع پلان (JCPOA) لاندې ژمنو په اړه د تهران پر وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا لګولو مخنیوی دی.
د رویټرز په وینا، دا غونډه، چې د سې شنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۳، ۲۰۲۵) د ایران د بهرنیو چارو وزیرانو (عباس عراقچي) او د E3 هیوادونو (بریتانیا، فرانسې او جرمني) په ګډون سره ترسره شوه، د لنډمهاله موافقې ته د رسیدو وروستۍ هڅه ده مخکې له دې چې د سپتمبر په ۲۸مه نیټه د ۳۰ ورځو سنیپ بیک دوره (د بندیزونو اتوماتیک بیا لګول) پای ته ورسیږي.
ایران د محدودو اټومي ګامونو په بدل کې د بندیزونو د غځولو وړاندیز کړی، خو E3 دا “کافي” بللې ده.
ایران ټینګار کوي چې په هره معامله کې باید د امریکا بندیزونه لرې شي، پداسې حال کې چې اروپا غواړي چې د IAEA اټومي سایټونو ته لاسرسی ولري او د یورانیمو غني کول کم کړي.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/25685