افغانستاننړۍ

ملګري ملتونه: د بودیجې ۴۰٪ کمښت په افغانستان کې بشري بحران زیاتوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د تیر کال په پرتله د سازمان د بشري ادارو په بودیجه کې ۴۰٪ کمښت په افغانستان کې بشري وضعیت سخت اغیزمن کړی او په هیواد کې یې کړکیچ لا پسې خراب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي ټام فلیچر په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: “افغانستان، د کانګو سره یوځای، د هغو هیوادونو څخه دی چې د بودیجې کمښت څخه سخت ځپل شوي دي؛ موږ د هغه بودیجې یوازې ۱۲٪ څخه کم ترلاسه کړي چې موږ ورته اړتیا لرو.

هغه زیاته کړه چې په هیواد کې وروستیو زلزلو شاوخوا نیم ملیون خلک اغیزمن کړي، زرګونه یې وژلي او ډیری کورونه یې ویجاړ کړي دي.

فلیچر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار کولو بندیز په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه، او د بشري مرستو په چمتو کولو کې یې د ښځینه مرستندویه کارمندانو رول خورا مهم وباله.

هغه ټینګار وکړ: “د ښځینه مرستندویه کارمندانو فشار د زغملو وړ نه دی، او د دوی له شتون پرته، د بشري ماموریتونو ترسره کول ممکن ندي.”

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button