سیمه
په غزه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلي رژیم په برید کې ۱۵ تنه شهیدان شول
الجزیرې د غزې تړانګې په شمال کې د جبالیا په یوه ښوونځي کې د اسراییلي رژیم په برید کې د لږترلږه ۱۵ کسانو د شهادت خبر ورکړ.
دا برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې امریکا له حماس سره د لنډمهاله اوربند د هوکړې د لاسلیکولو لپاره هڅې اعلان کړې.
د دې راپور له مخې، په شهیدانو کې ښځې او ماشومان هم لیدل کیږي.