نړۍ
ټرمپ د ۴۱ هېوادونو پر وګړو د سفر بندیز ولګاوه
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره د ۴۱ هېوادونو پر وګړو د سفر بندیز لګولو غور کوي، چې په درې جلا ډلو وېشل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو او یوه داخلي یادداشت په حواله ویلي چې افغانستان په لومړۍ ډله کې لس هېوادونه شامل دي.
سرچینې وویل چې د ټرمپ اداره د نوي بندیز د یوې برخې په توګه د لسګونو هیوادونو اتباعو باندې د سفر محدودیتونه وضع کوي.
باید وویل شي چې په لومړۍ ډله کې د افغانستان ترڅنګ ایران، سوریه، کیوبا او شمالي کوریا هغه هېوادونه دي چې د ټرمپ اداره یې پر وګړو د سفر بندیز لګوي.
په همدې حال کې د امریکا د کانګرس غړي راجا کرشنامورتي له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه لیک کې امریکا ته د افغانستان او پاکستان په ګډون د څو هېوادونو د اتباعو پر سفر د بندیز په اړه اندېښنه ښودلې وه.